حمدالله محب: له دې وروسته د پاکستان راکټي بريدونه بې ځوابه نه پرېږدو


د ملي امنیت شورا سلاکار، حمدالله محب ختېځو ولايتونو ته د خپل سفر پر مهال ويلي، چې له دې وروسته پاکستان د ډيورنډ په فرضي کرښه هيڅ تاسيسات نه شي او جوړولی او د دوی راکټي بريدونه به هم بې ځوابه پاتې نه شي.

نوموړی کونړ ولایت کې د هغې کورنۍ خواخوږی ته هم ورغلی، چې د پاکستاني فوځيانو په راکټونو کې يې د کورنۍ څو غړي شهيدان شوي ول.

حمدالله محب په ننګرهار کې يوې لويې ولسي غونډې ته ويلي، په ډيورنډ د اغزن تاز او دروازې فرصت پاکستان ته د طالبانو له امله برابريږي.

هغه په دغه ولسي غونډه کې زياته کړې، چې په ولسوالیو کې د اصلاحاتو ترڅنګ د سرحدي قوتونو د تقویت او بهبود لپاره هم پلانونه د تطبیق په حال کې دي.

 نوموړي له قومونو او ولسونو مننه کړې، چې په ټول توان یې په دوامداره توګه د نظام او خاورې ساتنه کړې او له خپلو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او ادارې ملاتړي پاتي شوي دي.

محب یادونه وکړه، چې حکومت د طالبانو سره سوله غواړو؛ خو د طالب له ادرسه بهرنیانو ته اجازه نه ورکوي، چې پر خاوره تېری وکړي او دلته جنګ ته دوام ورکړي.

حمدالله محب په دغه سفر کې د ننګرهار او کونړ سربېره لغمان ته هم تللی او دغه ولايتونو د خلکو مشکلات او ستونزې يې اورېدلي دي.

هلته مېشت ولسونه د نوموړي له ورتګه مننه کړې او له حکومت يې غوښتي، چې د دوی ستونزو او مشکلاتو ته دې رسيدګي وکړي.

د یادونې ده، چې د ختېځو ولایاتونو اوسیدونکو تر دې وړاندي ویلي و، لوړ پوړي چارواکي دې دوی سره کړي ژمني عملي کړي؛ ځکه د دوی په خبره د تېرو څو کلونو راهیسې په ختېځو ولایاتونو کې کومه بنسټېزه پروژه نه ده عملي شوې.

  • 31 چنګاښ 1399